په فاریاب کې ۴۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

2 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دا فغان ځواکونوپه تصفیوي عملیاتو اودهوايي ځواکونو په ملاتړ ۴۵ طالبان وژل شوي دي، دفاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، چې نوموړي عملیات د دپچلراغ او ګریزوان ولسواليو دلارې دخلاصولو په خاطر ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۳۱ طالب جنګیالي ووژل شول او ۱۴ تنه ټپیان دي.
نوموړي زیاتوي دلومړنیو معلوماتو په اساس په وژل شوو کسانو کې ۸ تنه دطالبانو مشهور قوماندانان دي، په ترسره عملیاتو کې له دوسلو یوه زیرمه او ۱۵ عرادې موټرسایکلونه دهوايي ځواکونو په بریدونو کې له منځه تللی دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments