په فاریاب کې یوه نجلۍ له جنسي تیري وروسته وژل شوی ده

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: فاریاب نه امنیتي سرچینې د نوم د ښودلو په شرط وایي چې د میمنې ښار په دریمه ناحیه کې د یوه نجلۍ جسد پیدا شوې دې.
سرچینه زیاتوي ، چې تر دامهاله د جلۍ هویت معلوم نه‌دی.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د جنايي مدیریت پیښه تایدوي او وایي چې د نجلۍ جسد یې د افغان‌ترک روغتون ته وړی دی.
د جنایي مدیریت مسوول وایي، چې تر دامهال د قتل انګېزه او علت نه‌دی معلوم؛ خو کشیفي ارګانونو خپلې څیړنۍ پیل کړې‌دي.
خو د افغان‌ترک روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر سمیرعنایت وايي، چې پېغله ۲۲ کاله عمر لري او اوسمهال یې جسد د روغتون یخه خونه کې ایښودل شوې دې
نوموړي زیاته کړه، چې د عدلي طب څېړنو وښودله، چې لومړی په‌دې جلۍ جنسي تېری شوی او بیا وروسته زندۍ شوې او وژل شوې‌ده.
په دې اړه بیا د فاریاب ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس سید حفیظ‌الله فطرت امنیتي، عدلي او قضایي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د دې پېښې د پلټنې له‌پاره خپلې هلې‌ځلې ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده چې فاریاب کې د روان لمریز کال له پيله تر اوسه د ښځو د وژل کېدا ۲۰ قضیې ثبت شوي، چې ۴ یې د ځانوژنې او ۱۶ یې د ناموسي وژنو او جنايي قضیو دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *