په فاریاب کې د وسله والو لس کسان وژل شوي دي

comments 0

63 Views

هندوکش – فاریاب: په شمال کې شاهین قول اردو وايي چې په فاریاب ولایت کې په دوو پوځي عملیاتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ۶ تنه وسله‌وال پرون ماسپښین د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان کوماندو ځواکونو سره په نښته کې مړه او اووه نور سخت ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې هم په هوايي حملو کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments