په فاریاب کې د جګړې له امله له ۱۲۸ بیځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه

comments 0

8 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په قیصار او اوسبز پوش ولسوالیو کې له ۱۲۸ هغو کورنیو سره نغدې مرسته ترسره کړه، چې د طالبانو د جګړې له امله یې خپل کورونه پریښي و.
چارواکي زیاتوي، چې طالبانو د سولې مذاکراتو سره هم مهاله جګړې ته شدت ورکړی او زرګونه کورنۍ یې بې کوره کړي دي.
په عین حال کې بیځایه شوې کورنۍ د مرستو شوو مرستو د مننې ترڅنګ له نړیوالو او داخلي مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کوي، چې له جګړه ځپلو کورنیو سره نورې لازمې مرستې ترسره کړي.
یادې کورنۍ وايي، د جګړې ښکیلې خواوې دې نور جګړه ودروي او دایمي اوربند دې وکړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments