په فاریاب کې افغان ځواکونو له ۲۰۰ بیځایه شوو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وکړه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ځواکونو په فاریاب ولایت کې له هغو ۲۰۰ کورینو سره چې د جګړې له امله بیځایه شوي و د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو ۴۲۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي له هغو کورینو سره مرسته وکړه، چې د طالبانو د جګړې له امله بیځایه شوي و.
چارواکي وايي، چې په مرسته شوو خوراکي توکو کې لوبیا، غوړي، وریجي او یو شمیر نور اړین توکې شامل دي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو له لوري د کړو مرستو څخه مننه وکړه او افغان ځواکونه یې د دې خاورې او خلکو ساتونکي وبلل.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments