هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د فاریاب ولایت په ګرزوان ولسوالۍ په مرکز سرخکانو سیمه کې موخه ییز عملیات ترسره کړ ي، چې په پایله کې ۴ تنه طالب قوماندانان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د ملا علاالدین ، ملا عبدالرحیم، ملا خال نظر او ملا ضیا الدین په نوم ۴ تنه طالب قوماندان وژل شوي او د ملا شیراحمد، ملا نقیب الله او الیاس په نوم طالب وسلوال ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو له لوري په ترسره شوو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.
طالبانو تراوسه دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عاطفه مصمم
په فاریاب ولایت کې ۷تنوطالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
