په فاریاب ولایت کې ۵۰ طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت په بلچراغ او ګریزوان ولسوالیو کې دکومانډو ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي دي.
دفاریاب امنیتي چارواکي وايي،چې په یادو عملیاتو کې دوژل شوو طالبانو په ګډون ولسوالیو ته پرتې سیمې هم طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments