په فاریاب ولایت کې یو طالب وسلوال ونیول شو

comments 0

16 Views

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې افغان ځواکونو دفاریاب ولایت په میمنې ښار کې یو طالب وسلوال نیولي دی.
چارواکي وايي،نیول شوي وسلوال احمد فیروز چې په انصاري مشهوردی او دپشتونکوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دي، چې په همدې ولسوالۍ کې یې دطالبانو په لیکو کې جګړه کوله.
امنیتي چارواکي وايي،نیول شوی وسلوال څه موده وړاند ې په یوه هوايی برید کې ټپی شوي وو، چې د درملنې لپاره دمیمني ښار کې په لاره وو،چې دافغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments