په فاریاب ولایت کې له ۱۰۰ کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه

comments 0

21 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې دخپلواکۍ دسلمې کلیزې دنمانځنې په ویاړ یې په فاریاب کې ۱۰۰ هغوکورنیو سره مرسته وکړه، چې دجګړې او طبیعي پیښو له امله بې ځایه شوي وو.
دفاریاب ولایت دبېړنیو پیښو په وړاندې دمبارزې رییس وايي، چې په دې خوارکي موادو کې اوړه، لوبیا،غوړي، بوره اوشین چاي شامل، چې په مستحقو کورنیو باندې وویشل شول.
په همدې حال کې دفارباب ولایت اوسیدونکي له یادو مرسته مننه کوي،او له افغان دولت اومرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې له جګړه ځپلو کورنیو سره لازمې مرستي وکړي.
دفاریاب سیمه ایز چارواکي وايي،چې دې ته ورته مرستې به دوام لري.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments