په فاریاب ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان ونیول شو

comments 0

4250 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او یو تن مهم قوماندان یې نیول شوی دی.
چارواکي وايي، چې نیول شوي طالب وسلوال په قیصار ولسوالۍ کې په وژنو،چاودنو او ګن شمیر نورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
په عین حال کې د یادې ولسوالۍ ځايی اوسیدونکي د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ له طالبانو څخه غوښتنه کړې،چې له جګړې لاس واخلئ او سولې ته غاړه کیږدئ.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments