په فاریاب ولایت کې د طالبانو سرې قطعې ۵ مهم غړي وژل شوي دي

comments 0

4 Views

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالي کې د افغان ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو د سرې قطعې ۵ مهم غړي وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د یادو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سره به د فاریاب ولایت په امنیتي وضعیت کې د پام وړ تغیر راشي.
دوی وايي، چې وژل شوو طالب وسلوالو د فاریاب ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په وژنو،چاودنو او یوشمیر ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments