په فاریاب ولایت کې دولسمشریزو ټاکنو لپاره امنیتي چمتو والي پیل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې دولسمشرۍ ټاکنو دترسره کیدو لپاره بشپړ چمتو والي نیولي شوي دي.
چارواکي وايي،ولسونو ته پوره ډاډ ورکوو ،چې په فاریاب ولایت کې به ټاکنې په پوره امنیت سره ترسره کيږي،دفاریاب ولایت ولسونه دې دمیزان په ۶ مه دټاکنو په ملي پروسه کې برخه واخلي.
بل لوري دفاریاب ولایت اوسیدونکي وايي، چې مونږ به دټاکنو په ورځ پرته له کومې ویرې په یاده ملي پروسیه کې ګډون کوو او دخپل هېواد راتلونکي به ټاکو.
دفاریاب ولایت میرمنې وايي، مونږ کولاي شو، چې خپل حقوق دټاکنو له لارې ترلاسه کړو.
داپه داسې حال کې ده، چې دولسمشرۍ ټاکنې به په ټول هېواد کې دمیزان په ۶مه نیټه ترسره کيږي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments