په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د۲طالب قوماندانانو په ګډو ن ۲۴طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

292 Views

هندوکش – فاریاب: افغان ځواکونو په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې درزاب ولسوالۍ لپاره دطالبانو دسرې قطعې قوماندان او دکوهستان ولسوا لۍ لپاره دطالبانوله لوري نومول شوي ولسوال په ګډون ۲۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې دملي اردو دلومړي لوا ویاند مجیب الرحمن امیني وايي، چې دملي اردو په ځانګړو عملیاتو کې په درزاب ولسوالۍ کې دایوبې په نوم دطالبانو دسرې قطعې قوماندان له خپلو ۸ ملګرو سره یوځاي وژل شوي او دکوهستان ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نوم ولسوال روح الله پهلوان له خپلو ۱۶ملګرو سره ټپي شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments