په فارياب کې درې طالب سرګروپان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ فارياب: په فارياب کې درې طالب سرګروپان  له وسله مقاومت څخه لاس په سر شوي او  افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي برخې هندوکش ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دا درې طالب سرګروپان ملاسجاد،ملاشاه محمد او ملاغلام سخي نوميږي.

دې قومندانانو له ځان سره شته وسلې او نور جنګي وسايل هم افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

د یو بل خبر له مخې د پښتوت کوټ ولسوالۍ په عمکي کلي کې د عملیاو پر مهال دوه طالب ترهګر وژل شوي او درې نور مرګوني ټپيان شوي دي.

ياده دې وي چې طالبانو اوس اوس دا درک کړې چې دوی د نورو د ګټو په خاطر جګړه کوي او له همدې امله په وروستیو کې د دوی يو زيات شمېر وسله وال يا د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي او يا يي وسله وال مقاومت پريښی دی او عادي ژوند ته را ګرځيدلي دي.

د طالبانو په لیکو کې ستونزې وروسته تر هغه ډيرې شوې چې پاکستان دوی پر روسيي او ايران وپلورل او ډيری طالب مشران له همدې امله دطالبانو له شته جوړښت څخه په شاه شول.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *