په غور کې دطالبانو له خوا دځای پرځای شوي ماین له امله ۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – غور: دغور ولایت په مرکز میدان بره سیمه کې دطالبانو له خوا دځاي پرځاي ماین له امله ۳ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې،په یاده پيښه کې ۱تن نارینه او یو تن ۸میاشتني ماشوم وژل شوي او یوه میرمن په یاده پیښه کې تپي شوي ده.
دغور ولایت سیمه ایز روغتون ډاکتران وايي، دوژل شوو جسدونه روغتون ته رواوړل شوي او هغه میرمن چې په نوموړې پیښه کې تپي شوي تردرملنې لاندې ده.
دغور والي ویاند عبدالحي خطیبي وايي،طالبانو له افغان ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان او مورال له لاسه ورکړي دوي غواړي ملکي کسان په نښه کړي.
نوموړي وايي دالومړي ځل نه دي، چې طالبان په خپلوبریدونو کې ملکي کسان په نښه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم داسې چاودنې او بریدونه ترسره کړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments