په غور ولایت کې ۱۵تنه ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

14 Views

هندوکش ــ غور: افغان هوايي ځواکونو د غور ولایت په سوامک کلي کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۱۵تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
د غور ولایت ځایی چارواکي وایي، چې د افغان ځواکونو یاد عملیات تیره شپه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي، چې په پایله کې ۱۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې پراخ عملیات په لاره اچولي دي، تر څو دغور ولایت ټولې سیمې د دښمن له وسلوال فعالیت څخه خوندي کړي.
طالب وسلوالو تراوسه د یادې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments