په غور ولایت کې دافغان ځواکونو سرښندنې او قربانۍ وستایل شوې

comments 0

4 Views

هندوکش ــ غور: په غور ولایت کې په یوه جوړه شوې غونډه کې دقومي مشرانو،ځوانانو،میرمنو له خوا دافغان ځواکونو دهڅو او قربانیو څخه مننه وشوه.
دیاد ولایت اوسیدونکو له طالبانو وغوښتل، چې نور په هېواد کې جګړه بس کړئ، بې ګناه ملکي وګړې مه وژنئ او دسولې ملي پروسې سره یوځای شئ.
دغونډې ګډونوالو دغونډې دمراسمو په پاي کې افغان سرتیرو ته دګلو ګيډۍ ډالۍ کړې او دوي یې دهېواد اوخاورې رښتیني اتلان وبلل.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments