په غزني کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

54 Views

هندوکش – غزني: دغزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۹ ترهګر طالبان وژل شوي دي او طالبانو دوسلو اومهماتو یوه ډیپوه له منځه تللې د ه.
دغزني امنیتي چارواکي یاده مرګ ژوبله تاییدوي او دنورو عملیاتو خبرورکوي.
دغزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي:چې له نوموړې ډيپوه څخه ۹ کړۍ بوشکي ماینونه،۴۰ داني لاسي بمونه اوپه زرګونو مختلف النوع مرمۍ دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوالي ویاند وايي چي په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments