په غزني کې ۵ طالبان دخپل ماین په چادونه کې وژل شوي

comments 0

5 Views

هندوکش ــ غزني: د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ کې په یوه جومات کې دطالبانو له خوا یو ماین ځای پرځای کړی و، چې په ترڅ کې یې ماین چادونه کړي او۵ وسلوال طالبان وژ ل شوي دي.
دغزني امنيتي چارواکي وایي،چې په یاده چادونه کې ۳طالبان وژل شوي او ۲تنه ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي،چې دیادې ماین چادونې دکلي جومات زیانمن کړي دي.
بل لوري په هیواد کې دیني عالمان نیوکه کوي او وايي، طالبان دې دمقدسو ځایونو څخه په جګړه کې دسنګر په توګه ګټه نه اخلي.
دالومړي ځل نه دی، چې طالبان په مسجدو نو کې ماینونه ځاي پرځاي کوي، بلکې په ځینو ولایتونو کې دجګړې په وخت دسنګر په توګه هم ترې ګټه اخیستې.

Share this page to Telegram

Comments