په غزني کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي

comments 0

5 Views

هندوکش – غزني: دغزني ولایت په ده یک او اندړ ولسوالۍ کې دافغان هوايي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۸ تنه تپیان دي.
دغزني امنیتي چارواکي وايي،چې لومړي تیره شپه دغزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هوايي ځواکونو دطالبانو هاموي موټر په نښه کړي چې له وسلو او چاودیدونکي توکو ډک وو، چې په پایله کې هاموې موټر له منځه تللي ۳ طالبان وژل شوي او ۳تنه نور ټپیان دي.
دغه راز دغزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵ طالبان وژل شو ي ا و۵تنه ټپیان دي.
په یادو پیښو کې امنیتي سرتیرو او ملکي خلکو ته زیان ندی اوښتی
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments