په غزني کې موټربم هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او له منځه یوړل شو

comments 0

37 Views

هندوکش ـ غزني: کورنیو چارو وزارت وايي، د غزني پوليسو د دغه ولايت په قره ‌باغ ولسوالۍ کې يو لوی موټربم هدف ته تر رسېدو وړاندې چودولی او زياتوي په دې پېښه کې هېچا ته تلفات نه دي اوښتي.
د دغه وزارت وياند طارق ارين وايي، پرون هدف ته د ياد موټربم له رسېدو او چاودنې سره ممکن د وېجاړۍ ترڅنګ ګڼه ملکي مرګ ژوبله هم رامنځته شوې وی.
نوموړی د موټربم څرنګوالی مازده ډوله موټر يادوي چې چاوديدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو او په خبره يې په قره ‌باغ کې يې غوښتل د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته چاودنه وکړي.
خو د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه ‌زاده بيا رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د سیمه ‌ییزو پولیسو د یوه قومندان په ګډون درې تنه
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments