په غزني کې د وسله والو طالبانو بریدونه شنډ شوي

comments 0

0 Views

هندوکش-غزنی: په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پلان شوي بریدونه د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو د غزني په ډېر شمېر سیمو کې د بریدونو پلان درلود، خو د امنیتي ځواکونو له لوري دغه بریدونه شنډ شوي دي.
د نوموړي په خبر، وسله والو طالبانو د غزني په دیک، قرباغ او مرکز کې څلور بریدونه ترسره کړل، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول.
په دغو پېښو کې یوازې یو افغان سرتیری ټپي شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
امنیتي ځواکونو د اختر په ورځو کې د وسله والو طالبانو درې کړۍ خښ شوي ماینونه هم شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments