په غزني کې د طالبانو دولس کیزه ډله له منځه وړل شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: له غزني ولایت مقام نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې چې د افغان او ائتلافي ځوکونو په هوایي بریدونو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د مقر ولسوالی په جمجمه سیمه کې هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې یې ۵ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو هوایي بریدونو کې د وسله والو یوه رنجر ګاډی او یوه میل زیکویک هم لمنځه تللي دي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانی په وینا، په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو په قره باغ ولسوالی کې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې ۷ وسله وال ووژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بهرنیو ځواکونو د واغظ ولسوالی په رناخېلو کلي هم هوایي بریدونه ترسره کړل او په ترڅ کې یې دوه هاموي ټانکونه چې د وسله والو لاس ته ورغلی و، لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments