په غزني کې د طالبانو برید 92 ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

224 Views

هندوکش – غزني: غزني کې رسنۍ لیکي چې د طالبانو په یوه برید کې ګن شمیر کسان وژل شوي او ډیرې ټپیان دي.
د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار په شامیر سیمه کې د ملي امنیت ریاست باندې موټر بم برید شوی دی چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سیمه کې د شامیر عالي لیسې په نامه ښوونځی هم شته دی، چې ډېری ټپیان ددې ښوونځي زده کوونکي دي.
وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی دی او د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.
د غزني د والي ویاند هم دغه برید تایید کړی دی او وايي چې په پېښه کې د اتو نظامیانو په ګډون دوولس کسه وژل شوي اوشاوخوا اتیا نور ټپیان دي. دده په خبره په دې اړه لا ډېرې پلټنې روانې دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments