په غزني کې د دولت مخالفې ډلې ګن شمیر کسان وژل شوي دي

comments 0

5 Views

هندوکش – غزني: د افغانستان له ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ په عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې 30 کسان وژل شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، افغان ځواکونو د غزني په اندړو او ګیرو ولسواليو کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د ۱۳ پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو سمه ییز قوماندان هم شامل دی او دغه راز درې عرادې موټر او ۵ عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه وړل شوي دي.
دفاع وزارت وايي، له زندان څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ قطعې د دوه ساتونکو په ګډون شپږ سرتېري راخوشي کړای شوي او په عملیاتو کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي دي
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments