په غزني کې د۱ طالب قوماندان په ګډون ۲۱ طالبان وژل شو ي

comments 0

4421 Views

هندوکش – غزني: دغزني ولایت په مرکز او اندړ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ طالب وسلوال وژل شوي دي.
دغزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي،چې یادعملیات تیره شپه داندړ ولسوالۍ او دعزني مرکز ته نږدې سمیو کې ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې دیو طالب سرګروپ په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي دي.
والي ویاند زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې دطالب وسلوالو ۸ عرادي موټرسایلکلونه هم له منځه تللي دي.
دغزني امنیتي چارواکي وا يي، په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments