په غزني کې دطالبانو له دځای پرځاي شوي ماین له امله ۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

3576 Views

هندوکش – غزني: دعزني ولایت په لومړي ناحیه کې دطالبانو له خوا دځای پرځاي شوي ماین له امله ۶ ملکي کسانو ته ژوبله اوښتې ده، دغزني امنیه قوماندانۍ ویاند احمدخان سیر وايي، چې نن سهارد۸:۳۰ په شاوخوا کې رامنځته شوي دي، چې په پایله کې ۳تنه وژل شوي او ۳تنه ټپیان دي.
دامنیه قوماندانۍ دویاند له قوله وسلوالو طالبانو دکابل، قندهار په لویه لاره ځاي پرځاي کړي وو.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments