په غزني کې دطالبانو استخباراتي مسئول له خپلو ملګرو سره یوځاي ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: دغزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې دطالبانو داستخباراتو مسول له ۱۳ وسلوالو طالبانو سره یوځاي ووژل شو.
دغزني ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې نوموړي کس صاحب خان نومیږي اوپه غزنی ولایت کې په ترهګریزو کړنو کې لاس درلود.
دغزني والي ویاندعارف نوري وايي، چې صاحب خان چې په سلیمان مشهور ووتیره شپه دافغان ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې له ۱۳وسلوالو سره یوځای ووژل شول،نوموړي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې له وسلوالو طالبانو څخه یو شمیر وسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته راغلي دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments