په غزني ولا یت کې ۲ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

2904 Views

هندوکش – غزني:دغزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې د۲ طالبانو په وژل کیدو سربیره دطالبانو دوسلو او مهماتو یوه زیرمه هم له منځه تللې ده.
چارواکي زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې افغان ځواکونو اوملکي کسانو ته هیڅ راز تلفات نه دي اوښتي.
سیمه اییز مسولین وايي ، دغزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دهوايي ځواکونو په یو بل جل برید کې ۳وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments