په غزني ولایت کې ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

232 Views

هندوکش ـ غزني: د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ تاسنګ سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي،چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي،چې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان دي رسیدلي.
داسې راپورونه رسنیو ته رسیدلي دي، هغه طالب زندانیان چې د افغان حکومت له لوري له زندانونو څخه ازاد شوي بیرته د طالبانو لیکو ته ستانه شوي او له افغان ځواکونو سره یې په جګړه پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د تېرې یوې اونۍ په بریدونو کې یوازې ۲۱ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او ۳۱ تنه یې تپیان کړيدي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments