په غزني ولایت کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

15 Views

هندوکش ــ غزني: دغزني ولایت په ده یک او خواجه عمري ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغزني امنیتي چارواکي وايي، چې یاد عملیات په ده یک او دخواجه عمري ولسوالۍ په قله برکات،زاره قلعه او ورسک کليوکې ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۴تنه ټپیان شوي.
چارواکي زیاتوي، چې په وژل شوو اشخاصو کې دبهرنیو هېو ادونو اوسیدونکي هم شامل دي، دوي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونو ته هيڅ راز تلفات نه دي اوښتي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments