په غزني ولایت کې ۱۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

3859 Views

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۱۲تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو هوايي بریدونو کې دوژل شوو طالبانو سربیره د دوي دوسلو اومهماتو زیرمې هم له منځه تللې دي.
چارواکي وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments