په غزني ولایت کې ۱۰تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت په اندړو او ده یک ولسوالیو کې دافغان ځانګړو ځواکونوپه عملیاتو کې ۱۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د یاد ولایت ځايی چارواکي وايي، چې یاد عملیات تیره شپه په ده یک او اندړ ولسوالیو کې په لاره اچول شوي وو، چې په پایله کې د ۱۰ تنو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سربیره د دوی دوسلواو مهماتو ۲سترې ‌‌ډیپوه ګانې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوی زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments