په غزني ولایت کې د یو شمیر پاکستانی وسلوالو په ګډون ۱۹ تنه طالبان وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ غزني: د غزني والي ویاند وحید الله جمعه زاده وايی، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ کړ او د یو شمیر پاکستاني وسلوالو په ګډون یې ۱۹ تنه طالبان وژلي دي.
نوموړي وايي، چې په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې له منځه تللې او افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
بل لوري د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان ځواکونو له کړنو څخه خوښ دي او د ملاتړ ډاډ ورکوي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments