په غزني ولایت کې دطالب وسلوالو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – غزني: په غزني ولایت کې دافغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې دجغعتو او خواجه عمري ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوي ولسوالان هریو عبدالخالق مشهور په ابو محمد او ملا منیر وژل شوي دي.
دعزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د دوه ولسوالانو په ګډون ۱۱تنه طالب وسلوال هم په یادو هوايی بریدونوکې وژل شوي دي.
یاد بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې طالبان هڅه کوي په ملکي کسانو اوکورنو باندې بریدونه کوي او ملکي کسان ته تلفات واړوي دغزنی اوسیدونکې وايي چې افغان حکومت دې دطالبانو په وړاندې دې ورته بریدونه ترسره کړي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments