په غزني ولایت کې جګړه ځپلو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش_غزنی: دغزنی ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې له هغو کورنیو سره یې دخوارکي توکومرسته کړي، چې په جګړه کې یې دکورنۍ غړي لاسه ورکړي وي، او یا دجګړ ې له امله نورو سیمو ته ګډوال شوي وي.
دغزني ولایت دشهیدانو او معلولینو چارو رییس نصرالله سیاسي وايي، چې له ۱۱ هغو کورنیو سره یې دخوراکي توکو مرسته کړې، چې په جګړه کې یې دکورنۍ غړي له لاسه ورکړ ي وو.
نوموړي وايي،چې یاده مرسته دبهرنۍ مرستندویه ادارې له خوا چمتو شوې وه، او په یادو خوارکي توکو کې بوره،غوړي،چاي، اوړه، لوبیا اونور خوارکي توکي شامل وو.
بلخو ادغزني ولایت اوسیدونکي یادې مرستې دقناعت وړ نه بوي او وايي، چې مرستندویه ادارې او حکومت دې له جګړه ځپلو خلکو او کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
شاهر رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments