په غزني ولایت کې افغان ځواکونو له ۲ خونړیو چاودنو څخه مخنیوی ترسره کړ

comments 0

7 Views

هندوکش ـ غزني: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو دغزني ولایت په سلطان باغ سیمه کې دسړک پرغاړه ۲ کړۍ ماینونه د ولسي وګړو او افغان ځواکونو د وژلو په موخه ځای پرځای کړي، چې دطالبانو یاد شومه موخه افغان ځواکونو شنډه اوله خونړیو چاودنو څخه یې مخنیوی ترسره کړ.
امنيتي چارواکي وايي، چې دافغان ځواکونو انجینرۍ ټيم دپخوا په پرتله خورا مسلکي او مجهز شوي دي او کولای شي، چې د دښمن شومې اوترهګریزې موخې شنډې او له منځه یوسي.
غبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments