په غزني ولایت کي یو رینجرموټرله طالبانو ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش-غزنی:د غزني ولايت د رسنيو دفتر وايي، ده يک ولسوالۍ کې يو رنجر موټر د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى. په غزني کې ميشت د ملي امنيت د ځانګړي ۷۰۳ قطعي منسوبينو تيره شپه د ده يک ولسوالۍ اړوند په سليمانزوی سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د پوليسو يو رنجر موټر چې وسله والو مخکي له ځان سره بيولي وه د دغو ځواکونو لاسته ورغلي خو وسله وال له سيمي په تيښته بريالي شوي دي.
په دغو عملیاتوکي د رینجرموټردنیولو ترڅنک یو تعداد مهمات او چاودیدونکي توکي هم نیول شوی دي.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments