په عراق کې دریو داعشیانو ته د اعدام حکم ورکړل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – عراق: عراقي رسنۍ وایي چې، د هغو دریو فرانسویانو د اعدام د مخنیوي لپاره به لازم اقدام وکړي چې د داعش په لیکو کې د جنګېدو په تور محکوم شوي دي.
عراق دغو دریو فرانسویانو ته د مرګ سزا اورولې ده خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې فرانسه په هر وخت او هر ځای کې د اعدام د پالیسۍ خلاف ده.
فرانسوي چارواکي وایي چې دغو دریو کسانو ته به د حقوقي مشورو د ورکولو امکانات برابروي، هغوی ۳۰ ورځې وخت لري چې د محکمې د پرېکړې پر ضد اعتراض وکړي.
فرانسه وایي نیول شویو فرانسویانو ته د بلې هرې سزا په ورکړې اعتراض نه لري خو د اعدام یې سخت مخالف دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments