په شينډنډ کې د هوايي بريد په اړه ناويلي حقايق!وحید افغان

comments 0

0 Views

په هرات کې د شينډنډ ولسوالۍ د زیرکوه په بخت آباد کلي کې په شوي بمبار کې تر شلو تنو پورې ملکي وګړوته  ماشومان، میرمنې او سپين ږیرې پکې شامل مرګ ژوبله واوښته ،دا  خبره ډيره زياته رسنیزه شوې خو ډير شونې ده لا هم په دې نه وي خبر چې د بريد تر کيدو مخکې دلته وضعيت څه ډول وو.

سيمې ته د حقيقت موندونکي پلاوي د څيړنو په لړ کې ويل شوي دي چې د بخت آباد په کلي کې چیرته چې هوايي بريد شوی دی د طالبانو د هبت الله ډلې يو ډير ستر زندان درلود چې دوی به په لويه لاره د خلکو تر کښته کولو وروسته ټول برمته شوي کسان په همدې کلي کې په يو کور کې ساتل چې د بريد د کيدو پر مهال د ياد زندان ډيرې برخې ورانې شوي دي او شپاړس ملکي وګړي چې په بخت آباد کې بنديان وو ژغورل شوي دي هيڅوک نشته چې دا خبره را پورته کړي چې طالب د کوم منطق پر بنسټ د انسانانو آزادي سلب کوي او بیا يي په يو نارسمي او صحرايي زندان کې ساتي؟څوک به دا راته و وايي چې د بخت آباد او زیرکوه په کلي کې په تیرو دوو کلونو کې د طالب د وحشتونو له امله څومره ملکي وګړي د امان الله او ملا صمد تر منځ په نښتو کې قرباني شوي دي.

د بريد پر مهال په همدې کلي کې د طالبانو دوه سوه کسیز ګروپ راټول شوی وو او غوښتل يي په شينډنډ ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړي او ويل کيږي ددې برید قومنده اجیرو طالبانو ته د ایران له لوري ورکول شوې وه او په هرات کې تر دې مخکې له طالبانو سره د همکارۍ په تړاو د ایران د سپاه پاسداران یو غړی هم نیول شوی وو.

کله چې الوتکې د بخت اباد پر کلي تاو شوي دي څو دقيق هدف په نښه کړي را غونډ شوي طالبان خواره شوي دي او يوازې د طالبانو  د زندان مخې ته وسله وال کسان لیدل کيدل چې الوتکو هم هغه ځای په نښه کړی دی چې په لړ کې يي شپاړس طالب ترهګر وژل شوي او تر شلو ډير پکې ټپیان شوي دي.

په خواشينۍ سره باید و وايو چې د بخت آباد د کلي د ډيرو خلکو اقتصادي وضعيت ډير خراب وو او تر هوايي ضربې وروسته د زندان سره په ګاونډ کې درې کورونه ويجاړ شوي دي او د يادو کورونو ملکي وګړي هم د طالب د وحشت له امله بمبار ته په شوې زمينه سازي کې ملکيان هم تلف شوي دي.

په شينډنډ کې همدا اوس هم طالبان د ایراني سلاکارانو په شتون کې ډيره هڅه کوي چې له همدې سيمې د ایران تر سرحد پورې د ريل پټلۍ د پروژې مخه ونيسي او په راتلونکي کال کې له همدې سيمې د ټوټاپ پروژې نل ليکې ته هم ستونزې جوړې  کړي.

حکومت ډيره هڅه کوي چې د بخت اباد او زیرکوه سيمې د خلکو ژوند د پراختيايي پروژو د پلي کيدو په لړ کې بدل کړي خو له تیرو دریو کلونو را هيسې به ددې ولسوالۍ خلک شاهدان دي چې يو ځلې د طالبانو د خپل منځي نښتو او بیا د طالبانو دایراني پلوې ډلې د فعالیت له امله د هرې پروژې پر وړاندې خنډ جوړ شوی، ښونځي تړل شوي،مساجد وران دي او په ټول کې دولسونو ژوند هم تقريباله صفر سره تقرب کوي، په هرات کې همدا اوس زعفران نړۍ والو بازارونو ته وړل کيږي بزګر ډير شتمن شوي دي خو د طالب د وحشتونو له امله په شينډنډ کې خلک نه د خوراک لپاره پوره ډوډۍ لري او نه د څښاک لپاره پکې اوبو،نه يي بچيان ښونځي ته تلی شي او نه يي په کلیو کې روغتيايي خدمات شته.

دښمن په هره سيمه کې چې پټيږي تل يي ملکي وګړي د ځاني مصونيت په خاطر سپر کړي دي په فراه کې د خلکو په کورونو کې وحشتونه، د څارويو حلالول او لوټل، په کندز کې په ښونځيو او روغتونونو کې د دښمن پناه اخيستل، په هلمند کې له جومات څخه پر افغان سرتیرو د بريد په خاطر د سنګر په توګه ګټه پورته کول، په لوګر کې له جومات څخه د بم جوړونې د فابریکې په توګه کار اخيستل، په هلمند او کابل کې پر بانکونو او ملکي وګړو بريدونه يي د انساني سپر سترې بيلګې دي او تر ټولو تازه پيښه هم پرون په کابل کې د نوي کابل بانک پر يوې نماينده ګي بريد وو چې طالب وحشيانو هغه خلک په نښه کړل چې غوښتل يي د برښنا د مصرف پيسې تحويل کړي.

ولس باید د هر وحشت د غندلو تر څنګ وحشت ته د زمينه ساز په تړاو فکر وکړي، د طالبانو د وحشتونو له امله بل وحشت ته زمينه سازي د دوی له شتون پرته ناشونې ده او دا به هيڅوک ثابته نشي کړای چې د طالب په نشتون کې دې حتی يو هوايي بريد شوی وي او يا دې يو ملکي وګړی پکې وژل شوی وي خو کله چې سخت حالت شي او وضعيت هم جنګي وي د طالبانو د وحشتونو له امله سهوې حتمي دي.

په هرات کې همدا اوس ایراني چينلونه په پټه طالبانو ته وسلې ورکوي،په هرات کې ایرانی سلاکار نیول شوی دی او په زهدان کې د طالبانو د يو غړي مولوي نيک په مشرۍ فعال دفتر ته د سپاه پاسداران له لوري چې کومه پروژه ورکول شوې نيغ په نيغه يي موخه په هرات، نيمروز، فراه، هلمند، بادغيس او د غور په ځينو برخو کې د ایران د ګټو په خاطر د اوبو د بندونو او پراختيايي پروژو پر وړاندې ستونزې جوړول او د پستو او چارمغزو د ځنګلونو له منځه وړل دي.

په شينډنډ کې د طالب په وحشتونو کې بندي ولس ژغورل غواړي، پروژوي رسنۍ او د طالبانو له لوري پټ معاش اخيستونکي ژورناليستان چې کله د يوې سيمې په اړه اطلاع رساني کوي دوی باید په ټولو لورو فکر وکړي داسې نه کيږي چې يوازې د هوايي بريد کيدل څيړو او حکومت ګرموو خو طالب ته هيڅ هم نه وايو.

طالبانو همدا اوس په هیواد کې د ننه يو ميليون وګړي بې کوره کړي دي، همدا يو ميليون وګړو په کلیو کې د میلياردونو ډالرو کروندې، فارمونه او د څارویو کاروبار پريښی دی او په لويو ښارونو خصوصا کابل کې وينو چې د هلمند او سويلي ولايتونو ډيرې بيځايه شوې کورنۍ سخت ژوند کوي او تنکي ماشومان يي په لويو لارو کې سوال يا ګدايي کوي.

د وحشت نوعيت باید هر اړخیز وڅيړل شي د طالب طرف به دولت يا بهرني سرتیري وي موږ هم دوی ته سوال نه کوو چې پر دولت دې زړه وسوځوي ځکه دولت په پوره زړورتيا د ملي ځواکونو پر مټ د طالبانو او نوروترهګرو ډلو د ځپنې په خاطر عملیات ترسره کوي او په اوس وخت کې د هوايي ځواکونو جديت او قاطعيت افغان ولس ته دا زیری ورکوي چې نور دښمن مات او بريا زموږ په نصیب ده.

خو دا مه هیروئ چې همدې طالبانو پر افغانستان د امریکې يرغل ته زمينه سازي وکړه، د امريکې د پاتې کيدو لامل شول، د هوايي بریدونو لامل طالبان دي او باالاخره په اوس وخت کې په هیواد کې چې د نژاد، قوم، مذهب او خيل په تړاو د داعش تر نامو لاندې طالبانو له ایران، پاکستان او روسيي سره ګډه کومه پروژه پيل کړې له ورايه دا ثابتوي چې دوی څوک دي او څه غواړي.

که نه غواړو کلی مو بمبارد شي، ځمکني عملیات وشي،خلک بې کوره شي، غربت نه وي او په لويولارو کې تنکي ماشومان ګدايي ونکړي نو له طالبه د ژغورل کيدو په خاطر پر يو افغاني مکانیزم فکر په کار دی، افراطیت په سوريه او عراق کې جور ملتونه ټوټه کړل او د سوري پيغلو پر حيا باندې اروپايي، ترکي او عربي ځوانانو خپل جنسي خواهشات پوره کړل خو موږ لا هم ناست يو مرګونه زغمو خو زه وایم تر دې مرګونو به تر ټولو بد وخت هله وي چې د داعش تر نامو لاندې د طالبانو نني ځناور مو ناموسونو او عزت ته لاس را تیر کړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *