په شمال کې د طالبانو مالي مسئول ووژل شو

comments 0

28 Views

هندوکش ــ بلخ: د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په شمال کې دطالبانو مالي مسول په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
اعلامیه زیاتوي، چې وژل شوي شخص محب الله نومیږي او د پاکستان اوسیدونکي دي، اعلامیه کې راغلي دي، چې دطالبانو مالي مسول په یوه کرولا ډوله موټر کې په لاره وو، چې د هوايي ځواکونو له خوا په نښه او ووژل شو.
اعلامیه زیاتوي، په ټول هېواد کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې پراخ عملیات روان دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments