په شلو دقيقو کې خوندور منتو برابر کړئ

comments 0

1 Views

منتو به څه ډول پخوئ؟
د اړتیا مواد
1. کوفته شوې سرخي غوښه
2. پیاز
3. میده شوې زیره دوې کاچوغې
4. د ګشنیز وچ پوډر دوه کاچوغې
5. مالګه د ضرورت په اندازه
6. نعناع
7. تور مرچ یوه کاچوغه
8. میده کړي تازه ګشنیز د ضرورت په اندازه
9. غوړي لږ اندازه
10. چکه چې څومره درته بس کوي
11. دال نیم ګیلاس
12. د منتو اوړه د ضرورت په اندازه

د پخولو طریقه
نیمه کیلو سرخي کوفته شوې غوښه پنځه دقیقې په اوبو کې جوش کړئ، وروسته یې په یو جالۍ لوښي کې واچوئ.
دوه کیلو پیاز داسې میده کړئ چې د نخود د دانې په اندازه وي. د چای خوري یوه کاچوغه له پیاز سره واچوئ چې ونه نښلي.
پیاز په یوه دیګي کې ږاچوئ او یوازې لس دقیقې دم ورکړئ. کله چې پیاز تیار شوه، دا هم په یو جالۍ لوښي کې واچوئ چې اوبه یې وننېږي، وروسته یې له کوفتې سره مخلوط کړئ او مسالې هم ورسره ګډې کړئ.
کله چې د منتو مواد ساړه شول، بیا دا مسالې ورسره ګډې کړئ، ښه یې سره میکس کړئ، لس دقیقې یې دم ته پریږدئ.
اوس به مو اوړه تیار کړي وي، بیا نو دا مواد د اوړو په منځ کې کښېږدئ، شاوخوا یې لنده کړئ، د هګۍ په زېړ او یا هم یې هم په اوبو خولې بندې کړئ، وروسته د منتو په دیګ کې له شلو تر ۲۵ دقیقو پورې تف ورګړئ.
اوس نو یوه اندازه دال په اوبو کې جوش کړئ، چې ښه نرم شو، د کوفتې له قورمې سره یې واچوئ، کورت یا چکه وچه نعناع هم پرې واچوئ.

Share this page to Telegram

Comments