په سوریه کې 84 کسان وژلي دي

comments 0

5 Views

هندوکش – سوریه: سوري رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې، سوریه کې لسګونه تنه له داعش نه د تېښتې پر مهال مړه شوي دي.
د رسنیو په وینا،
ملگري ملتونه وایي د تېر کال له ډسمبر میاشتې راپدېخوا لږ تر لږه ٨۴ کسان د داعش تر کنټرول لاندې دیرالزور سیمې نه د تېښتې په هڅه کې مړه شوي دي.
بلخوا د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یوه ویاند جینز لارک ویلي، چې دغو کسانو هڅه کوله د سوریې په شمال ختیځ کې د الهول کمپ ته ځانونه ورسوي.
ددغه سازمان په وینا د مړه شویو کسانو له دریو نه دوه برخې ماشومان وو. ملگري ملتونه وایي اوسمهال لږ تر لږه ۴۵ زره کسان د الهول په کمپ کې ژوند کوي چې ۱۳ زره یې د دیرالزور نه دې ځای ته تښتیدلي دي.
شمېرې ښیي چې له هرو لسو تنو څخه نهه یې ښځې او ماشومان دي.
لارک ویلي، چې شاوخوا ۱۷۵ ماشومان د سختې خوارزواکۍ له وجې روغتونونو ته وړل شوي دي.
امریکا په دې وروستیو کې په سوریه کې د داعش ماتې اعلان کړه او وې ویل چې خپل سرتیري له دې هېواد نه وباسي. خو د سوري کردي ځواکونه لا هم په سوریه له داعش وسله والو سره په جگړه بوخت دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments