په سمنګانو کې ۵تنه قاچاق کوونکي ونیول شول

comments 0

1 Views

هندوکش ــ سمنګان: د سمنګانو ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د نشه یي توکو پرضد د مبارزې موظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۵تنه د نشه یي توکو قاچاق کوونکي نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې نیول شوو کسانو ۷ کیلو ګرامه نشه یي توکي په یوه کرولا موټر کې په ډیر مهارانه ډول سره ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې بلخ ولایت ته یې انتقال کړي، چې په پایله کې ونیول شول.
دوی وايي، قاچاق کوونکو په خپلوجرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments