په سمنګانو ولایت کې ۲۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

9 Views

هندوکش ـ سمنګان: د سمنګان ولایت ځایي امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې د افغان ځواکونو له کلک غبر ګون سره مخامخ شول په نتیجه کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو او ۲۳ تنه وسلوال طالبان ووژل شول.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده نښته کې وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې سربیره ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments