په سعودي عربستان کې د افغاني نندارتون پرانسته

comments 0

207 Views

هندوکش ــ کابل: دغه نندارتون د افغانستان د بڼوالۍ او کرنیزې بازار موندنې د موسسې لخوا جوړ شوی دی.
د افغانستان سفیر د یاد نندرتون په پرانیسته کې وویل، د افغانستان محصولات ارګانیک خوندور دي او سعودی عربستان د افغاني محصولاتو لپاره یو غوره بازار ثابتېدلای شي.
په دغه نندرتون کې په ۱۷ غرفو ایښودل شوی چې پکې تازه او وچې میوې، زعفران، طبي بوټي او نور محصولات کې اېښودل شوي و.
په یاد نندرتون کې د سعودي عربستان د کرنې وزير عبدالرحمن بن عبدالمحصن الفضلي ګډون کړی و.
عبدالرحمن بن عبدالمحصن الفضلي د افغانستان سفیر سره ژمنه کړې چې له دغه نندارتون وروسته به په سعودي عربستان کې د افغاني محصولاتو لپاره د بازار لا زیات فرصتونه برابر کړي.
افغانستان تر اوسه په هند، اذربایجان، دوبۍ او انګلستان کې د خپلو توکو نندارتونونه تجربه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments