په سریلانکا کې مسلمانې ښځې د مخ پټولو له حجابه منع شوې دي

comments 0

1 Views

هندوکش – سریلانکا: په سریلانکا کې تر خونړيو پېښو وروسته مسلمانې ښځې د مخ پټولو له حجابه منع شوې دي.
دا بېړنی قانون چې پرون د سریلانکا د ولسمشر مایتریپالا سیریسنا له خوا لاسلیک او نافذ شو په سریلانکا کې د مخ هر ډول پټول منع ګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سریلانکا په پلازمېنه کلمبو او ځینې نورو سیمو کې په هوټلو او کلیساګانو کې ترچاودنو وروسته څه باندې ۲۵۰ کسان ووژل شول او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شول. ددې چاودنو پړه داعش ډلې پر غاړه واخیسته.
په یاد هېواد کې تر دې بریدونو وروسته لا هم وضعیت نه دی عادي شوی او خلک په ویره کې ژوند کوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments