په سرپل کې وسلوالو طالبانو یوه ښځه په ډزو وژلې ده

comments 0

14 Views

هندوکش ـ سرپل: د سانچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق په دې اړه ته وویل: “یوه ۲۸ کلنه ښځه چې عایشه نومېده او درې ماشومان‌ یې هم درلودل، د سانچارک ولسوالۍ د تغی خوجې په کلي کې د طالبانو د امر باالمعروف ډلې د مسؤل ملا هاشم لخوا په خپل کور کې په ډزو وژل شوې، تغی خوجه کلی له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې دی.”
دا پېښه پرون شپه په سانچارک ولسوالۍ کې شوې.
د دې ښځې د وژنې علت لا نه‌دی معلوم.
طالبانو د دې پېښې په اړه ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments