په سرپل کې دطالبانو په ملکي کسانو دهاوان مرمۍ توغولې

comments 0

0 Views

هندوکش – سرپل: طالبانو دسرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ مسجد سبز سیمه کې دملکي کسانو په کورونو دهاوان مرمۍ توغولې ده،چې په پایله کې ۳ ماشومان او یوه میرمن تپي کړې ده.
دسرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي:دطالبانو له خوا توغول شوي هاوان مرمۍ له امله ټپیان دیوې کورنۍ غړي دي.
دسرپل سمیه ایز چارواکي وايي ، چې طالبان په داسې کړنو سره په ولس کې هیڅ ځای نه لري اوهیڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments