په سرپل ولایت کې ۹ تنه وسلوال طالبان نیول شويدي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ سرپل: افغان ځانګړو ځواکونو په سرپل ولایت په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۹ تنه وسلوال طالبان ژوندي نیولي دي.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې دطالبانو ۳ پوځی مرکزونه له منځه وړل شوي او دیادو مرکزونو څخه یوشمیر سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په سرپل ولایت کې دطالبانو پرضد پراخ عملیات روان دي او ډیرژر به یادې سیمې دطالبانو له شتون څخه پاکې شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments